ويب ډیسک
له افغانستان سره د بشري مرستو په ادامه، د ترکیې هیواد د خلکو مرستې د دغه هیواد د سرې میاشتې په واسطه د هرات د تورغنډۍ بندر ته رسیدلي دي.
د طالبانو یو تن ویاند انعام الله سمنګاني، د سه شنبې په ورځ د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې د طالبانو د سرې میاشتې مسؤلینو د دغو مرستو هرکلی کړی دی.
زیاته شوې ده چې پر دې سربیره په افغانستان کې د ترکیې سفیر د د طالبانو د هرات له والي سره د ملاقات په ترڅ کې د هرات-ترکیې ترمنځ د الوتنو د پیلولو ژمنه کړې ده.
پر افغانستان د طالبانو تر تسلط وروسته، خلک له بې وزلۍ څخه سخت کړیږي. ملګرو ملتونو په دغه هیواد کې د یوه بشري کړکیچ څخه خبرداری ورکړی دی.


