ويب ډیسک
د طالبانو لومړي وزیر عبدالسلام حنفي افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په لیدنه کې ویلي چې «هیچا ته د ساحوي محکمې اجازه نشته او نه به چاته د سرغړونې اجازه ورکړل شي.»
د طالبانو د ویاند انعام الله سمنګاني په وینا، ښاغلي حنفي د طالبانو د سازمانونو او ملګرو ملتونو د دفترونو ترمنځ پر «لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ» ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سفارت (یوناما) په دې وروستیو ورځو کې له طالب چارواکو سره ګڼې ناستې کړي، هڅه کوي چې «ورک شوې» او نیول شوې ښځینه فعالانې خوشې کړي.


