یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بشري مرستو په لړ کې ۳۲ میلیونه ډالر د کابل د...

د بشري مرستو په لړ کې ۳۲ میلیونه ډالر د کابل د هوايي ډګر له لارې افغانستان ته رسیدلي دي.

ويب ډیسک

د افغانستان مرکزي بانک وايي چې د بشري مرستو په لړ کې ۳۲ میلیونه ډالر د کابل د هوايي ډګر له لارې افغانستان ته رسیدلي دي.

مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې د مرستو پر هرکلي سربیره له نړیوالې ټولنې د لا ډېرو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې هم افغانستان ته څو ځله د بشري مرستو په لړ کې په میلیونونه ډالر رسیدلي ول او دغه لړۍ ښایې همداسې ادامه پیدا کړي.

دغه مرستې داسې مهال افغانستان ته رسیږي چې نن په کابل کې د پیسو د تبادلې ستر مرکز د مرکزي بانک د وروستیو شرطونو په غبرګون کې خپلې دروازې تړلي وې.

سربیره پر دې، په دې وروستیو کې افغانۍ هم د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت یو ځل بیا لوړ کړی دی او د مرکزي بانک په حواله یو ډالر د ۹۳،۵ افغانیو په بیه تبادله کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه