ويب ډیسک
د طالبانو په حکومت د رییس الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي او ورسره مل پلاوی یې نن ازبیکستان ته ورسېدل.
طالبان وايي، د دې سفر موخه، د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا، ټرانزیټ، رېل پټلۍ، برښنا او په یو شمېر نورو موضوعاتو بحث دی.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په لوړه او رسمي کچه دا درېیم سفر دی چې له قطر او ترکیې وروسته ترمذ ته کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تمه ده د ښاغلي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی د راتلونکي چهارشنبې په ورځ د مسکو په غونډه کې هم ګډون وکړي.


