لیک: ډاکټر لطیف یاد
فرعون چې جمعه یې په عربي ژبه کې ( فراعنه ) دي دیوه ځانګړي واکمن یا پاچا نوم نه دی.، بلکې په ډیرو پخوانیو زمانو کې دمصر دپاچاهانو لقب دی. دفرعون معنا (لوی کور ) یا(لویه ماڼۍ ) ده او دمصر دغو فرعوني واکمنانو لویې ماڼۍ او محلونه درلودل او دډیر شان او پرتم خا وندان ول.
دفرعون ذکر او یادونه نه یوازې دتیرو وختونو او زمانو په تاریخونو کې شوې ده ، بلکې په قرآن شریف کې هم په (۲۷)سورتونو کې (۷۱) ځلې دفرعون او فرعونیانو یادونه شوې ده او هغه سورې چې په قرآن شریف کې دفرعون او فرعونیانو یادونه پکې شوې ده په لاندې ډول دي :
الاعراف ، غافر، القصص، یونس ، طّه ،الشعراء، الا نفال ، هود ، البروج ، القمر ، المو منون،النمل ، الذاریات ، ابراهیم ، آل عمران ، الحاقة ، النازعات ، العنکبوت ، الفجر ، الاعراف ، الزخرف ،الدخان، الإسراء، التحريم، المزمل او البقرة کې.
فرعونیانو له نن نه (۵۱۷۰) کلونه وړاندې یا دعیسي مسیح علیه السلام دزیږیدو نه (۳۱۵۰ ) کلونه وړاندې په مصر کې دخپلې واکمنۍ بنسټ کیښوداو ددوی دواکمنۍ دوره په مصر کې پوره (۱۹۴۰ ) کلونه وه او ددوی واکمني دعیسي مسیح له میلاد نه ۱۲۱۰ کلونه وړاندې پای ته ورسیدله.
په تاریخونو کې دمصر دفرعوني کورنۍ دلومړني واکمن نوم نه دي څرګند، خو په هغو مجسمو کې چې په مصر کې موندل شوي دي نو ددوی دلومړني واکمن پرڅیره دلړم ( عقرب) یو انځور هک شوی دی نو له همدې وجې مصریان هغه لومړني فر عوني واکمن ( لړم یا عقرب فرعون) بولي.
د فرعوني واکمنانو شمېر ډیر زیا ت وو، خو دهغوفرعوني واکمنانو نومونه چې په تاریخونوکې راغلي دي په لاندې ډول دي: خوفو ، خفرع ، منکورع ، ملکه حتچپسوت ، امنهو تپ ، اخناتون ، توت آنخ آمون ، توتمس ، رامسس او هرمهب .
په قرآن شریف کې د موسی علیه السلام دزمانې دمصر واکمن دفرعون په نامه یاد شوی دی او تاریخپوهان په دې انددي چې په مصرکې د مو سی علیه السلام دزمانې فرعون دریم رامسس و.
دقرآن شریف له آیتونو جوتیږي چې موسی علیه السلام فرعون ته دخپل رسالت دنخښو اوشریعت دمنلو په اړوند بلنه ورکړې وه ،خو هغه دده دلارښوونو او رسالت او شریعت نه سرغړونه کړې ده او د مو سي رسالت او شریعت یې نه دي منلي او بیا دنیل په سین کې له خپلو لښکرو سره یوځای ډوب شوی دی .


