دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد چمن او سپېن بولدک ترمنځ د پولې تړل کېدو پرضد په...

د چمن او سپېن بولدک ترمنځ د پولې تړل کېدو پرضد په چمن کې احتجاج وشو

ويب ډیسک

د چمن او سپېن بولدک ترمنځ د پولې تړل کېدو پرضد په چمن کې داسې احتجاج وشو چې د تجارانو او مزدورانو په ګډون پکې په ګڼ شمېر ځايي خلکو برخه اخیستې وه.

د اکتوبر پر ۱۵مه شوي دې احتجاج کې شریکو خلکو غوښتنه کوله چې طالبان او پاکستاني چارواکې دې زر تر زره د پولې پرانیستلو په اړه ناستې او خبرې سره وکړي.

د احتجاج یو مخکښ او د چمن تجارانو مشر صادق خان اڅکزي مشال راډیو ته وویل، دوی د احتجاجونو شوقیان نه دي بلکې پر دې مجبور شوي دي. ده وویل، لس ورځې وشوې،‌ پوله لا هم تړلې ده او خلک بې روزګاره ناست دي.

نوموړی وايي: “دا لاره په غیراعلانیه توګه بنده ده، دا نه معلومېږي چې قصور د چا دی، وجه یې څه ده؟ دلته په لکونه انسانان بې روزګاره دي، تګ راتګ نه شي کولای، د افغانستان ولس دلته په چمن کې ایسار دی او هلته پاکستاني وګړي په سپین بولدک کې بند دي.”

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه