چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه۳۰ تنه افغانان د کراچۍ له زندانه ازاد شول

۳۰ تنه افغانان د کراچۍ له زندانه ازاد شول

ويب ډیسک

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ ویلي ۳۰ تنه افغان وګړي چې د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله نیول شوي ؤ خوشې کړي او افغانستان ته یې استولي دي.

د طالبانو قونسلګرۍ په خپله فیسبوک پاڼه دا چاره د دوی پرلپسې هڅو او اړیکو پایله ګڼلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت د دغه هېواد په سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال بندیان کړي او د تورخم، چمن او انګور اډې دروازو کې ناسم چلند غبرګونونه راپارولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه