ویب ډیسک
د دوشنبې په ورځ پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر فواد چوهدري وویل چې د پي ټي آی حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په «بشپړ اوربند» موافقې ته رسېدلی دی.
هغه وویل چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ګاونډي هېواد کې چارواکو د خبرو اسانتیاوې برابرې کړې دي.
چوهدري په یوه ویډیويي بیان کې وویل، “اوربند به په مذاکراتو کې له پرمختګ سره دوام ولري.”
هغه زياته کړه، هېڅ حکومت د اساسي قانون او قانون له حدودو بهر خبرې نه شي کولی چې حکومت او ټي ټي پي دواړو له تفاهم سره سم پر بشپړ اوربند هوکړه کړې ده.


