ویب ډیسک
کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، که له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره د دغه دولت د سولې خبرې ناکامه شي، افغان طالبان به یې پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.
اکسپرس تربیون راپور ورکړی، چې پاکستاني حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکراتو وروسته پر یو میاشتني اوربند هوکړه کړې ده.
راپور کې راغلي، چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراجالدین حقاني د پاکستاني دولت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ منځګړیتوب کوي.


