ویب ډیسک
د افغان دولت د سولي مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي چي د سولي پروسه د نړیوالي ټولني لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري.
ښاغلي ستانکزي او د مرکچي پلاوي ځینو غړو د افغان سولي لپاره د قطر له ځانګړي استازي او د یوناما له مشرې سره کتلي دي.
دغه پلاوي په یوه اعلامیه کي ویلي چي ښاغلي ستانکزي د قطر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کي هم ټینګار کړی چي د افغانستان دولت د سولي د خبرو د جدي پرمختګ غوښتونکی دی او نه غواړي په حاشیوي مسایلو باندي وخت ضایع سي.
دوی همدا راز د سولي د مذاکراتو دریم پړاو په پرمختګ باندي ټینګار کړی.
هاخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازي سره په لیدنه کي د افغان دولت د سولي مذاکراتي تيم د روانو خبرو د چټکتیا او د نړیوالي ټولني په ملاتړ باندي خبري کړي.
د سولي په چارو کي د دولت وزارت د اعلامیې له مخي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډاډ څرګند کړی چي د ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان د خلکو تر څنګ وي.


