په سعودي عربستان کې اوس د حج او عمرې کوونکي کولای شي د نوي ډیجیټل سیسټم له لارې له علماوو څخه خپلې پوښتنې وپوښتي.
په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د مذهبي چارو مشر، شیخ ډاکټر عبدالرحمن السدیس د زایرینو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره د کلاوډ پر بنسټ (Cloud-based) د مخابراتي سیسټم پرانیسته وکړه.
د عرب نیوز د راپور له مخې، دا پروژه د هغو هڅو برخه ده چې هدف یې د ډیجیټل بدلون وده او د حرمین شریفین زایرینو ته د وړاندې کېدونکو دیني خدماتو د کیفیت ښه کول دي.
شیخ ډاکټر عبدالرحمن السدیس وویل چې دا سیسټم یو یوځای شوی تخنیکي چوکاټ دی چې په اسانه او مؤثره توګه د اړیکو (کالونو) د سمبالولو وړتیا ښه کوي.
دا سیسټم اړیکې په مستقیم ډول د شیوخو شخصي موبایلونو ته لېږدوي، چې له امله یې په ځانګړو ځایونو کې د هغوی د شتون اړتیا کمېږي، په مسجد الحرام کې د ګڼې ګوڼې مخه نیسي او د عبادت کوونکو تجربې ته وده ورکوي.
نوموړي وویل چې دا سیسټم د اړیکو د مدیریت او وېش لپاره دقیق میکانیزم کاروي، چې له لارې یې چټک ځواب او سمه لارښوونه یقیني کېږي.
د دې سیسټم له لارې اړیکې په مسجد الحرام کې هغو دفترونو ته هم لېږدول کېدای شي چې له پوښتنو سره اړوند خدمات وړاندې کوي. دا چاره د خدماتو کیفیت او عملیاتي وړتیا زیاتوي.
دا سیسټم د لوړې کچې عملیاتي انعطاف او له بېلابېلو کاري شرایطو سره د ځان برابرولو وړتیا لري، او د کار د څارنې او سمون لپاره په دورهيي ډول تفصیلي راپورونه هم چمتو کوي.
همدارنګه په دې سیسټم کې د اړیکو د ثبتولو (ریکارډینګ) اسانتیا هم شته ترڅو د خدماتو کیفیت خوندي پاتې شي او د راتلونکي لپاره د حوالې په توګه وکارول شي.
هغه زیاته کړه چې دا سیسټم د عمرې او حج زایرینو او د مسجد الحرام نورو مېلمنو ته وتلو علماوو ته د اسانه لاسرسي، د خدماتو د کیفیت ښه کولو او د چټک ځواب او کره لارښوونې ترمنځ د توازن رامنځته کولو لپاره جوړ شوی دی.
السدیس وویل: «دا به دیني پوهاوی زیات کړي او د زایرینو روحاني تجربه به بډایه کړي.»
د نوموړي په وینا، د کلاوډ پر بنسټ د دې کال سنټر شمېره «8001222100» ده، چې ۲۴ ساعته به فعاله وي. دا سیسټم اړیکې په اسانه توګه وېشي او په اتومات ډول اړیکه نیونکی تر ټولو نږدې موجود عالم سره نښلوي، چې ورسره د انتظار وخت کمېږي.
هغه زیاته کړه چې دا سیسټم به له پخواني وړیا ټیلیفوني سیسټم سره په ګډه کار کوي، ترڅو په لږ وخت کې زیاتو خلکو ته خدمتونه وړاندې شي او په ټوله نړۍ کې د حرمین شریفین د اعتدال پیغام خپور شي


