د ټرمپ څرګندونې؛ پاکستان د ایران، امریکا د احتمالي ټکر مخه نیولې

0
152
US President Donald Trump, flanked by US Secretary of the Interior Doug Burgum (L) and US Secretary of Homeland Security Markwayne Mullin (R), speaks with workers who have been painting the Lincoln Memorial Reflecting Pool in Washington, DC, on May 7, 2026. Workers have been resurfacing the bottom of Washington's famous Lincoln Memorial Reflecting Pool with "American flag blue"-colored material used in swimming pools, following an order by US President Donald Trump. (Photo by Kent NISHIMURA / AFP)

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل: «پاکستان له امریکا غوښتنه کړې وه چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو مذاکراتو پر مهال، د دغه هېواد پر ضد هیڅ ډول نظامي اقدام ونه کړي.»

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا څرګندونې په هرمز تنګي کې د دواړو خواوو ترمنځ له نښتې وروسته مخې ته راغلې دي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، پاکستان خورا ښه پاتې شوی دی. د هغوی د فیلډ مارشل او لومړي وزیر مشرتابه هم خورا ښه وه. هغوی له موږ څخه وغوښتل چې دا کار (نظامي اقدام) ونه کړو. که اړتیا پېښه شوه، موږ به بیا پر دغه لاره لاړ شو، خو هغوی د خبرو اترو پر مهال له موږ څخه د داسې نه کولو غوښتنه کړې وه.»

ټرمپ زیاته کړه چې له ایران سره اوربند لا هم پر ځای دی، که څه هم ایران پر دریو امریکایي ویجاړونکو (Destroyers) بریدونه کړي وو.

د امریکایي پوځ په وینا، هغوی په ځواب کې د ایران نظامي اهداف په نښه کړي، خو تهران ادعا کوي چې د ډزو پیل د واشنګټن له لوري شوی دی.

دې نوې ترینګلتیا هغه نازک اوربند له خطر سره مخ کړی چې د اپریل له اتمې راهیسې پلی شوی دی. دا اوربند د امریکا او اسرائیلو له څو اونیو بریدونو وروسته، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د درولو په پایله کې رامنځته شوی و.

ایران په دې موده کې په منځني ختیځ کې په بېلابېلو ځایونو کې ځوابي بریدونه کړي وو او د هرمز تنګی یې هم تړلی و، چې د تېلو او ګازو د نړیوال لیږد لپاره حیاتي لاره ګڼل کېږي.