دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله اوزبکستان څخه افغانستان ته صادرات ۵۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي

له اوزبکستان څخه افغانستان ته صادرات ۵۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر، داورون وهابوف، ویلي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۵۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.

وهابوف ویلي چې افغانستان د ازبکستاني توکو لپاره د پراخېدونکي بازار بڼه خپله کړې ده. د راپور له مخې، د سږ کال په جنورۍ میاشت کې له ازبکستان څخه افغانستان ته میاشتني صادرات له ۱۱۷ میلیونه ډالرو څخه د اپرېل په میاشت کې ۱۶۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي دي.

راپور زیاتوي چې د صادراتو یوه لویه برخه خوراکي توکي دي. یوازې د خوراکي موادو صادرات ۱۳۸ میلیونه ډالر ښودل شوي، چې پکې د نباتي غوړیو، هګیو او ژوندیو چرګانو صادرات زیات شوي دي.

ازبکستاني چارواکي وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې روانې دي او تمه ده چې د کال تر پایه د راکړې ورکړې کچه نوره هم لوړه شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه