لیکنه: زارا داوړ
په ډېرو ټولنو کې لا هم دا ناسم تصور شته چې ګواکې تعليم د ښځې د کورني ژوند خنډ ګرځي. خو که حقيقت ته وګورو، نو دا خبره بالکل برعکس ده. تعليم يوازې د يو انسان فکر نه روښانه کوي، بلکې هغه ته د ژوند د سم تنظيم، غوره پرېکړو او متوازن ژوند لار هم ورښيي.
تعليم يافته ښځه د وخت په ارزښت ښه پوهېږي. هغه پوهېږي چې څنګه خپل ورځنی ژوند تنظيم کړي، د کور د چارو او شخصي پرمختګ ترمنځ توازن وساتي. د هغې لپاره کور او تعليم يو د بل مخالف نه، بلکې يو د بل پياوړی کوونکی طاقت دی. هغه کولی شي چې د خپلو مسووليتونو ترمنځ داسې همغږي رامنځته کړي چې نه يوازې خپله خوشحاله وي، بلکې د کور فضا هم ارامه او منظم وساتي.
همدارنګه تعليم ښځې ته د ستونزو د حل کولو مهارت ورکوي. که په کور کې کومه ستونزه راپیدا شي، نو هغه په حوصله، پوهه او په تدبير سره يې حل تلاش کوي. دا ډول ښځه د خپلو ماشومانو لپاره هم يوه غوره بېلګه وي، ځکه چې هغه دوی ته د نظم، زده کړې او مثبت فکر ارزښت ورزده کوي.
په حقيقت کې تعليم د ښځې شخصيت ته وده ورکوي. هغه نه يوازې د کور ښه مديره وي، بلکې د ټولنې يوه فعاله او ګټوره غړې هم ګرځي. تعليم هغې ته دا طاقت ورکوي چې د ژوند له مشکلاتو سره په ډاډه زړه مقابله وکړي او خپل راتلونکی روښانه کړي.
نو ويلای شو چې تعليم د ښځې لپاره خنډ نه، بلکې يو قوي بنسټ دی چې د هغې کورنۍ او ټولنيز ژوند دواړه پياوړي کوي. هغه ښځه چې تعليم لري، کولی شي د کور او کار ترمنځ داسې توازن رامنځته کړي چې ژوند يې لا ښکلی، منظم او بريالی شي.
تعليم د ښځې لپاره يو نعمت دی، نه خنډ. دا هغې ته دا توان ورکوي چې هم يو ښه کورنۍ ژوند ولري او هم د خپل ځان او ټولنې لپاره ګټوره تمامه شي.


