سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان به په راولپېنډۍ کې د دغه هېواد غوره لیګ کرېکټ...

پاکستان به په راولپېنډۍ کې د دغه هېواد غوره لیګ کرېکټ سیالۍ وځنډوي.

ویب ډیسک

د پاکستان کرېکټ بورډ له هند سره د ترینګلتیا په اوج کې پرېکړه کړې، چې په راولپېنډۍ کې د دغه هېواد غوره لیګ کرېکټ سیالۍ وځنډوي.

 

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د کراچۍ کینګز او پېښور زلمي ترمنځ سیالۍ پر دغه هېواد د هند احتمالي برید له امله وځنډول شوې و پاتې لوبې به کراچۍ کرېکټ لوبغالي ته انتقال کړي.

 

د پاکستان کرکټ بورډ همدا راز دا هم ویلي چې که له هند سره یې حالات نور خراب شي، نو شونې ده چې پاتې لوبې متحده عربي اماراتو ته هم انتقال شي.

 

د پاکستان په غوره لیګ کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو سربېره، د نړۍ د نورو ټیمونو لوبغاړي هم لوبېږي.

 

د پاکستان او هند کړکېچ د پهلګام له پېښې وروسته توغندیزو بریدونو او د نظامي تاسیساتو تر نښه کولو پورې رسېدلی، چې د راپورونو له مخې لا هم د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د احتمالي بریدونو خبرداري ورکول شوي دي.

# #India #Pakistan #PSL

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه