ویب ډیسک
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دغه هېواد ملي اسمبلۍ ته په وینا کې ادعا کړې، چې هند سره پر کنټرول کرښه یې له ۴۰ تر ۵۰ هندي سرتېري وژلي دي.
هند د یاد هېواد د سرتېرو وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو خبر یې ورکړی چې د کنټرول کرښې څېرمه د پاکستاني ځواکونو ډزو کې ۱۶ ملکيان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې نن یې په کراچۍ، لاهور، راولپېنډۍ او یو شمېر نورو ښارونو او سیمو کې د اسراییل جوړ ۲۵ هوايي ډرونونه هم راغورځولي دي.
د پاکستان ښارونو کې د هند ډرونونو د بریدونو له امله یوازې د ۴ افسرانو د ټپي کېدو او د دوو کسانو د مرګ ژوبلې راپوورنه ورکول شوي.
پاکستاني چارواکو د هند بریدونه «شرموونکي» بللي او ویلي یې دي چې اوس غواړي په ټکنالوژۍ رامخکې شي او حملې وکړي.
پر پاکستان د هند برید له وړمې شپې راهیسې پیل دی، چې وايي په بهاولپور کې یې د ترهګرو او وسله والو مرکزونه په نښه کړي او ملکیانو یا نظامي تاسیساتو ته یې زیان نه دی رسولی.
# #India #Pakistan #Attack


