دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملالې یوسفزۍ د پاکستان او هند پر مشرانو غږ کړی چې د...

ملالې یوسفزۍ د پاکستان او هند پر مشرانو غږ کړی چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

ویب ډیسک

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ د پاکستان او هند پر مشرانو غږ کړی چې «د تاوتریخوالي کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو خوندیتوب ډاډمن کړي، او د تفرقه اچوونکو ځواکونو په وړاندې سره متحد شي.»

ملالې په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «تاوتریخوالی او نفرت زموږ ګډ دښمنان دي، موږ د یو بل دښمنان نه یو.»

هغې د وروستیو تاوتریخوالو په جریان کې په دواړو هیوادونو کې د وژل شویو بې ګناه ملکي وګړو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې هغه په دې مهم وخت کې د خپلې کورنۍ، ملګرو، همکارانو، ښوونکو او هغو نجونو په اړه فکر کوي چې ورسره په پاکستان کې کار کوي.

ملالې زیاته کړه: «نړیواله ټولنه باید سمدلاسه مداخله وکړي، ډیالوګ او ډیپلوماسۍ ته وده ورکړي، سوله زموږ د ګډ امنیت او سوکالۍ یوازینۍ لاره ده.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه