دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ۱۸ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظور او تعدیل شوې

د ۱۸ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظور او تعدیل شوې

ویب ډیسک

د افغانستان د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه وشوه چې پکې له ۲۷ وړاندې شویو پروژو څخه ۱۸ تعدیل، درې منظورې او درې لغوه شوې. درې پروژې لا هم د قیمتونو د مذاکرې لپاره ځانګړو کمېټو ته سپارل شوې.

د خبرپاڼې پر اساس: په دې غونډه کې «افغان کندمک» او «رفیع خالد» شرکتونه د قراردادونو له سرغړونې وروسته له ټولو پروژو څخه محروم شول. دوی له توافق وروسته خپلې ګټلې پروژې نه دي تطبیق کړې چې له امله یې ځنډ رامنځته شوی.

تعدیل او منظور شوي پروژې د قوش‌تېپې کانال، د ارزګان شفلوغ بند، نهر السراج کانال، سپین بولدک سړک، برېښنايي وسایلو او انټرنیټي خدماتو برابرولو ته ځانګړې شوې دي، چې ټولیز لګښت یې ۱۸ میلیارد افغانۍ دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه