یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونها،ا وايي :د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي...

ا،ا وايي :د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي مخه نیول شوې

ويب ډيسک

په افغانستان کې د د ښځو د حقونو د نقض په اړه د نړۍوالو ټولنې اندېښنو او غوښتنو سره سره طالبان وایي، د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي مخه نیول شوې.

 

له شاوخوا یوې پېړۍ راهیسې په ټوله نړۍ کې خلک د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په توګه لمانځي.

 

دا یوه نړیواله ورځ ده چې د ښځو لاسته راوړنې په رسمیت پېژني او د لمانځنې تر څنګ یې د جنسیتي نا برابرۍ او توپیري چلند په اړه پوهاوی لوړوي.

 

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «مېرمنې زموږ میندې، خوندې، لورګانې او د ژوند شریکانې دي، کوم حقوق چې اسلامي شریعت ورته معرفي کړي، اسلامي امارت د هغو حقوقو په ورکړه او ساتنه ځان مکلف بولي، د ښځو عفت، عزت او شرعي حقوق ساتل د امارت اولویت دی، نن سبا افغان میرمنې له فزیکی او رواني پلوه په مصئونیت کې ژوند کوي.»

 

هغه لیکلي، د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي مخه نیول شوې او ‎هيڅوک نه کولای د ښځو حقوق تلف کړي او یا هغې ته په بده وګوري.

 

د مجاهد په خبره، دوی ورو اړوندو ارګانونو مکلفیت دی چې د ښځو د حقوقو په تأمین کې خپله ټوله سعیه وکړي؛ د هغوی د زوجیت اختیار یقیني کړي، د مهر او میراث حق ورته حاصل او د هغوی له ټولو حقوقو څخه ساتنه او څارنه وکړي.

 

دا په داسې حال کې ده چې نن یو شمېر افغان مېرمنو او بېلابېلو نړۍوالو سازمانو په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو په اړه اندېښنې ښودلې وه له طالبانو څخه یې غوښتي و چې د ښځو په اړه خپل صادر شوي فرمانونه لغوه کړي.

 

د یادونې ده چې طالبانو په افغانستان کې د ګڼو نورو محدودیتونو ترڅنګ ښځې له کار او زده کړو منعه کړې ده

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه