یکشنبه, مې 17, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيافغانستان کې ۱.۵ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي.

افغانستان کې ۱.۵ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي.

ويب ډيسک

د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو متلونو علمي او کلتوري سازمان وايي، طالبانو په هېواد کې ۱.۵ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.

 

یونسکو د مارچ اتمې په تړاو په یوه راپور کې زیاته کړې ده، که په افغانستان کې د ښځو د زده کړو پر ضد د طالبانو تګلارې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال دوام وکړي، دا شمېر به له ۴ میلیونو زیات شي.

 

یونسکو داسې مهال نړۍ ته د افغان ښځو او نجونو پر غږ رسولو ټینګار کوي، چې د بخښنې نړیوال سازمان په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند ناانساني بللی دی.

 

په تېرو دوو لسیزو کې د سلګونو زرو ښوونځیو جوړول، د میلیونونو نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو ته تګ او نورې لاسته راوړنې هغه څه دي، چې یونسکو د طالبانو په حاکمیت سره له منځه تلونکي بللي دي.

 

د مارچ اتمه؛ د ښځو نړیواله ورځ هر کال نړۍ کې د ملګرو متلونو له خوا د ښځو هڅو ته د درناوي په موخه نومول شوې ده.

 

پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت سره دغې ډلې لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي، ورپسې پوهنتونونه او په وروستي پړاو کې د ښځو پر مخ د زده کړو یوازینۍ خلاصه دروازه، طبي زده کړې هم بندې کړي.

 

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، که پر طبي زده کړو د طالبانو بندیزونه دوام وکړي، افغانستان به د مور او ماشوم د مړینې له امله د نړۍ په خطرناکو هېوادونو بدل کړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه