یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسیګار : اشرف غني بهر ته په میلونو ډالر نه دي وړي

سیګار : اشرف غني بهر ته په میلونو ډالر نه دي وړي

ويب ډیسک
د افغانستان د بيارغونې له پاره د امریکا حکومت د څار اداره، سیګار، وايي د افغانستان پخواني ولسمشر، اشرف غني، د طالبانو د واکمنیدو پر مهال، احتمالاً په یقین سره له کابله د غلا شوو ميلیونو نغدو ډالر سره نه وو وتلی.

په دې اړه د سیګار د دوشنبې ورځې رپوټ چې په پام کې د سه شنبې په ورځ خپور شي، یو موقتي سند دی، او دغه اداره لا هم غني ته د استول شوو پوښتنو ځواب ته انتظار باسي.

په دې تړاو لومړنی رپوټ د پوليټيکو رسنۍ له خوا ورکړل شوی وو، چې په هغه کې له شاهدانو او همدارنګه يو شمیر هغو چارواکو سره مرکې شوي چې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د تيښتې پر مهال د چورلکو په کاروان کې له غني سره مل ول. طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د کابل ښار ته داخل او واک ېې ترلاسه کړ.

تر هغه وروسته ډير داسې رپوټونه ورکړل شول چې غني او نورو چارواکو د افغان حکومت تر ۱۶۹ ميليونه پورې ډالر له ځانه سره وړي دي. خو غني دغه ادعاوې تل په کلکه رد کړي دي.

په رپوټ کې ويل شوي دي: «که څه هم سيګار موندلې چې د ارګ له محوطې څخه يو مقدار نغدې پيسې د چورلکو منځ ته وړل شوي، خو شواهد ښيي چې دغه مقدار پیسې د يو ميلیون څخه ډیرې نه وې او ممکن ارزښت به تر ۵۰۰ زره ډالرو ته نژدې وو.»

خو یوه پخواني ارشد چارواکي سيګار ته ويلي دي چې يوه چارواکي شاوخوا ۲۰۰ زره ډالر، بل شاوخوا ۲۴۰ زره ډالر او نور د «۵ زرو تر ۱۰ زره پورې ډالر په خپلو جیبونو کې له ځانه سره لرل….هيڅ چا په ميلیونو نه درلودل.»

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې که [پورته معلومات] رښتیا وي، دا په درې واړو چورلکو کې د نغدو پیسو ټول مقدار شاوخوا ۵۰۰ زره جوړوي او ۴۴۰ زره نور امریکايي ډالر د افغان حکومت اړوند وو.

 سیګار همدا راز داسې مشکوک حالت تشخیص کړی چې ترې ښکاري شاوخوا ۵ میلیونه نغد ډالر احتمالاً په ارګ کې پاتې شوي دي.

روښانه نه ده چې دغه پیسې له کوم ځايه راوړل شوې وې او يا د څه له پاره وې، خو «ظاهراً دغه پیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حفاظتي خدماتو د ادارې غړو د چورلکو تر پرواز وروسته ويشلي، البته مخکې له هغې چې طالبان د ارګ ماڼۍ ونيسي.»

په دغه رپوټ کې ويل شوي چې د هغه وخت له وضعیته داسې ښکاریده چې د افغانستان حکومت د خزانې لوټولو له پاره په کافي اندازه او ښه فرصت موجودې وو. خو سیګار زیاته کړې چې دوی په کافي اندازه شواهد نه لري ترڅو دا مشخصه کړي چې د سقوط پرمهال آیا په ریښتیا هم په میلیونونه ډالر له افغانستان څخه د افغان چارواکو له خوا انتقال شوي او یا دا چې غلا شوې پیسې د امریکا متحده ایالاتو د حکومت له لوري [افغان حکومت] ته ورکړل شوې وې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه