ويب ډیسک
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي رسنيو ته ويلي، چې چې تېره ورځ تر غرمې وروسته د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې اړوند روښان مېنه کې درې تنه وسله وال غله يوه کور ته د غلا لپاره ورغلي وو.
نوموړی وايي، کله چې امنيتي ځواکونه خبرېږي سيمه ته ورځي خو وسله وال غله مقاومت کوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په نښته کې يو وسله وال غل ووژل شو او دوه نور په ټپي حالت کې نيول شوي دي.


