دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهننګرهار کې د نازو آنا نجونې لیسې له پاره جوړه شوي وداني...

ننګرهار کې د نازو آنا نجونې لیسې له پاره جوړه شوي وداني پرانستل شوه. 

ویب ډیسک

په داسې حال کې چې طالبانو له شپږم ټولګې پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړلي، په ننګرهار کې د نازو آنا نجونې لیسې له پاره جوړه شوي وداني پرانستل شوه.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد ستانکزي دویچه ویله ته وویل، چې د نجونو د ښوونځي دا وداني ۱۲ خونې، یو کتابتون او نور اړین ملحقات لري، چې لګښت یې د ترکیې هېواد له لورې ورکړل شوی.

د ودانۍ د پرانستې مراسمو ته په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین هم ورغلی او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې به هم په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د نجونو ښوونځیو سره مرستې ترسره کړي.نوموړي دغه راز له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو پر خلاصیدو باندې هم ټینګار کړی.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد ستانکزي وایي، چې د نازو آنا لیسې زده کوونکو د سرپنا په برخه کې ډيرې ستوونزې لرلې، چې د باد او باران پر وخت یو شمېر ټولګي د سرپنا د نه شتون له امله رخصتیدل.

د ننګرهار د نازو آنا لیسه شاوخوا پنځه زره نجونې زده کوونکې لري، چې اوس مهال یې دروازه یوازې تر شپږم ټولګۍ پورې زده کوونکو پرمخ خلاصه ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه