یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې د طالبانو حکومت د ځنګلونو سې ساتنې لپاره ځانګړي...

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ځنګلونو سې ساتنې لپاره ځانګړي واحدونه جوړوي. 

ويب ډیسک

طالبان وايي، ددغو واحدونو د جوړولو موخه د هېواد ختیځ کې د ځنګلونو د طبیعي او یا قصدي پېښو رامنځه کېدو مخنیوی دی.

د افغانستان ملي تلوېزیون د طالبانو د سرچینو په حواله وايي، ددغو واحدونو د تنظیم لپاره د کرنې وزیر او د ننګرهار والي ته دنده سپارل شوې ده.

دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی چې د افغانستان په ختیځ نورستان او کونړ ولایتونو کې د اور لګېدنې له امله د هېوادوالو اندېښنې ډېرې شوې.

طالبان وايي یوازې ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې لپاره د بېلابېلو څانګو سل کسیزه ډله جوړوي.

له تېرو څو اونیو راهیسې د افغانستان او پښتونخوا د بېلابېلو سیمو په یو شمېر غرونو او ځنګلونو کې د اور لګېدنې پېښې شوې دي، چې تر ټولو لومړی يې د بلوچستان ایالت په پښتون مېشته شېراني سیمه کې د ځڼغوځیو په ځنګلونو کې د اور لګېدل وو.

دغه اور چې شاوخوا درې اونۍ بل و، په اخر کې يې له ګاونډي ایران نه د یوې اور وژونکې الوتکې په مرسته مړ کړ.

لا هم څرګنده نه ده چې په غرونو او ځنګلونو کې دغه اورونه ولې لګېږي، خو ځايي چارواکي يې د خلکو له لاسه او یا بیا د ډېرې ګرمۍ له امله بولي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه