یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا:دا هڅه کوو چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي او...

امریکا:دا هڅه کوو چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې شي.

ويب ډیسک

جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د یاد هیواد بین الوزارتي پلاوي سره، وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا او د سیاسي، ډیپلوماټیکو، امنیتي، دفاعي او اقتصادي اړیکو د دوام په اړه بحث او خبرې وکړې.

د امریکا متحدو ایالتونو پلاوي په دغو خبرو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هر کال د یاد هیواد د ۳،۳ میلیارد ډالرو مرستې د دوام په یادولو سره، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول هوايي ځواک او د اقتصادي او بشري حقونو برخو په ملاتړ د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت پیغام، بیان کړ.

یاد پلاوي زیاته کړه، مطلوبې موخې ته د رسېدو په خاطر چې مستقل، متحد، بې پرې، ولسواک او سوله ییز افغانستان دی هڅه کوو، د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې شي.

د دغې کتنې په پای کې دواړو لوریو د همکاریو پر پراختیا او د سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماتیکو او امنیتي اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

د ویلو ده چې د افغانستان حکومت سره به په راتلونکو ورځو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د بشري حقونو او اقتصادي برخو کې د همکاریو په اړه د یاد پلاوي بحثونه دوام ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه