یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخواجه آصف وايي، هغه څوک چې د افغان کډوالو ایستلو نه غواړي...

خواجه آصف وايي، هغه څوک چې د افغان کډوالو ایستلو نه غواړي ،د هېواد دښمنان دي

ویب ډیسک

د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسې ته د غبرګونو په ځواب کې د پاکستان دفاع وزیر د دغه سیاست منتقدین «د پاکستان دښمنان» بللي او ټینګار یې کړی، هغه کسان چې دغه هیواد درناوی نه کوي، هلته هېڅ ځای نه لري.

 

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد اصف وړمه ورځ د افغان کډوالو د ایستلو د پروسې مخالفینو پر وړاندې سختې څرګندونې کړې او ویلي یې دي، هغه کسان چې له هېواد څخه د کډوالو له ایستلو سره مخالفت کوي، په حقیقت کې د پاکستان د ملي ګټو پر ضد ولاړ دي.

 

اصف په پاکستان کې د حکومت ضد لاریونونو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه ځینو راپورونو ته په اشارې ټینګار کړی: “هغه خلک چې د پاکستان بیرغ ته سپکاوی کوي او دې ځمکې ته ارزښت نه ورکوي، په دې هیواد کې د پاتې کیدو مستحق نه دي او باید وشړل شي.”

 

د پاکستان دفاع وزیر دا هم ویلي چې هیواد به یې د هر ډول کورني یا بهرني امنیتي ګواښ پر وړاندې قاطع اقدام وکړي، او په وینا یې چې دا له هغو عناصرو څخه د ټولنې پاکول دي چې ملي ثبات ته ګواښ پېښوي.

 

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په چټکۍ پیل شوې او تر اوسه پورې سلګونه زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. د پاکستان حکومت دا پالیسي د خپلو امنیتي اقداماتو یوه برخه بللې ده، خو د بشري حقونو سازمانونو او د هیواد یو شمیر اتباعو دا یو غیراخلاقي او غیرانساني عمل بللی دی.

 

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په وروستیو کلونو کې د ناامنۍ او اقتصادي بحران له امله ډېرو افغان کډوالو خپل هېواد پرېښی او په پاکستان کې یې پناه اخیستې ده، خو پاکستاني چارواکو د امنیتي اندیښنو له امله پر دغو کډوالو فشار زیات کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه