یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيیونیسف ،په افغانستان کې په هرو ۴۰ میندوارو مېرمنو کې یوه یې...

یونیسف ،په افغانستان کې په هرو ۴۰ میندوارو مېرمنو کې یوه یې په زېږون مري

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې په هرو ۴۰ میندوارو مېرمنو کې یوه یې په زېږون مري.

یونیسف د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د نړیوالو بشري مرستو کمښت په ټوله نړۍ کې د میندوارو مېرمنو د مړینې کچه لوړه کړې چې افغانستان هم پکې شامل دی.

د یاد سازمان د اټکل له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۶۰ زره مېرمنې د میندوارۍ یا زېږون پر مهال مړې شوې دي، چې په هرو دوو دقیقو کې د یوې مېرمنې د مړینې اټکل کېږي.

د راپورونو له مخې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته روغتیايي سکټور زیانمن شوی او دا زیان له هغې وروسته د مور او ماشوم روغتیا ته د پاملرنې برخو کې زیات شو، چې متحده ایالاتو خپلې بهرنۍ مرستې بندې کړې دي.

د معلوماتو له مخې د طالبانو د بنديزونو له امله د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د دې ډلې ناتواني، د روغتيايي مرکزونو، درملو او تجهیزاتو کمښت، وچکالي او او پراخه بې وزلي هم په هېواد کې د روغتیايي ناورین پیدا کېدو لامل ګڼل کېږي.

طالبانو تراوسه د ملګرو متلونو د راپورونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو یونیسف له نړیوالو بنسټونو او هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان سربېره په ټوله نړۍ کې د روغتايي بحران قابو کولو لپاره مرستې زیاتې کړي.
# #Afghanistan #Health #UN #UNICEF

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه