لیکنه : ډاکټر لطيف یاد
دهند دخپلواکۍ (١٩٤٧ زيږديز) نه دمخه په دغه هيواد کې څه دپاسه ٥٠ پښتني ريا ستونه ول د چې ددغو ريا ستونو مشري به يوه پښتون نواب ته ور په غاړه وه.په دې مقاله کې تاسو ته د پټوډي دپښتنو رياست در پيژنم .پټوډي چې په اوسني وخت کې دهند دهاريانا په ايالت کې ګوړګاون ته نږدې پروت دى يو لوى پښتني رياست و.
دپټوډي درياست بنسټ ايښودونکى نواب فيض طلب خان و چې په ١٨٠٦ زيږديز کال يۍ د پټوډي درياست بنسټ کيښود او تر ١٨٢٩ زيږديز کاله پورې دلته نواب پاتې شوى دى.ويل کيږي چې ددوى کورنۍ دروه (اوسني اقغانستانه) دې سيمې ته ليږديدلي وه.
ترنواب فيض طلب خان وروست د پټوډي درياست نوابان په لاندې ډول وو:
١-نواب اکبرعلي صديقي خان د١٨٢٢ نه تر ١٨٦٢ زيږديزه پورې.
٢- نواب محمد علي تقي صديقي خان د١٨٦٢ زيږديز کالنه تر ١٨٦٧ زيږديز پورې.
٣-نواب محمد مختارصديقي عليخان د١٨٦٧ زيږديز نه تر١٨٧٨ زيږديز پورې.
٤-نواب محمد ممتاز صديقي خان د١٨٧٨ زيږديز نه تر ١٨٩٨ زيږديزه پورې .
٥-نوابمحمد مظفر صديقي خان د ١٨٩٨ زيږديز نه تر ١٩١٣ زيږ ديز پورې .
٦-نواب محمد ابراهيم صديقي عليخان د١٩١٣ زيږديز نه تر ١٩١٧ زيږديز پورې .
٧- نواب افتخار علي حسين خان د١٩١٧ زيږديز نه تر١٩٥٢ زيږديز پورې.
نوموړى دپټوډي درياست اتم نواب و او دهند دکريکټ ټيم کپټان هم و .نوموړى دنواب محمد ابراهيم علي خان مشر زوى چې مور يې شهر بانو بيګم نوميدله.
٨-نواب منصور عليخان پټوډي د١٩٥٢ زيږديز کال نه تر ٢٠١١ زيږديز پورې.
دى هم دخپل پلار افتخار علي حسين خان په څير دهند دکريکټ تيم کپټان و. موريې ساجده سلطان دهند دبهوپال دسيمې دوروستي پښتون نواب حميدالله خان لور وه.دنواب منصورعليخان پټوډي مير من د هند دسينما مشهوره لو بغاړې شرميلاټیګور ده چې دهند دباليووډ دمشهورو او نامتو فلمي اداکارانو او ستوروسيف علي خان ، سو ها علي خان اوسبا علي خان مورده .
نواب منصورعليخان پتوډي په ٢٠١١ زيږديز کال دسپټمبر دميا شتې په ٢٢نيټه دډهلي درام منوهر لو هيا په روغتون کې د سږو د ناروغۍ له کبله مړ شو او په خپل پلرني ټا ټوبي پټوډي کې خاورو ته وسپارل شو.
سيف علي خان د پټوډي دريا ست لسم نواب :
سيف علي خان دنواب منصور علي خان پټوډي زوى دى چې موريې د هند د سينما نامتوستورې شر ميلا ټیګور د هند دستر بينګالي شاعر او د نوبل د جايزې(ايوارډ) د ګټونکي رابيندرانات ټيګور په کورنۍ پورې اړه لري ..سيف علي خان د١٩٧٠ زيږديز کال د اګست د ميا شتې په ١٦ نيټه په هند کې زيږيدلى دى.سيف علي خان خپلې زده کړې په انګلينډ کې کړي د ي او په در ې ژبو هندي ،بينګالي او انګريزي پو هيږي .
ده په ١٩٩١ زيږديز کال د هند دفلمي ستورې امريتا سينګ سره واده وکړ ،خو تر ١٣ کلونو وروسته سره له دې چې دابراهيم علي خان او سارا علي خان په نامه لور او زوى يې درلودل سره جلا شول.
سیف علي خان تر هغه وروسته دبالیووډ دمشهورې فلمي ستورې کرینه کپورسره واده وکړ او له هغې نه دتیمور په نامه یوزوی هم لري . مشهورفلمي ستورې سيف علي خان د١٩٩٤ کال راهيسې تر اوسه پورې په څه دپا سه ٥٠ هندي فلمونو کې کار کړى دى چې په ځينو کې يې ايوارډونه هم ګټلي دي.
نو موړى لس کلونه وړاندې د خپل پلار نواب منصَور عليخان پټوډي تر مړينې وروسته په رسمي تو گه د پټوډي دريا ست د لسم نواب په تو ګه وپيژندل شو .


