ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې افغانستان تېر ۲۰۲۳ کال د دریو لسیزو په پرتله تر ټولو سخته وچکالي تجربه کړې ده.
اوچا نن یکشنبه د مرغومي ۱۷مه (جنوري ۷مه) په یو راپور کې ویلي چې اقلیمي بدلون د افغانستان پر کرنې، انرژۍ، ځنګلونو، اقتصاد او ټول ژوند باندې منفي اغېز کړی دی.
د اوچا په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان په تېر ۲۰۲۳ کې تېرو دریو لسیزو ته په کتو تر ټولو ځپوونکې وچکالي تجربه کړې او د خوړو د ناامنۍ کچه پکې لوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اقلیمي بدلونو په اړه د ملګرو ملتونو ۲۶ ام کنفرانس د ۲۰۲۳ د نوامبر په وروستیو او د دسمبر میاشتې په ۱۳ پایته ورسېد، خو په دې کنفرانس کې د پرلهپسې درېیم کال لپاره د اقلیمي بدلون له امله د سخت ځپلشوي هېواد (افغانستان) هېڅ استازی نه و.
د ویلو ده چې څه موده وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شپږم حساب کړی و چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي.
د اقلیمي بدلون تر ټولو سترې پایلې سخته وچکالي، بېوخته اورښتونه، مرګونه سېلابونه او خونړۍ زلزلې بلل کېږي.


