دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنيمروز کې يوه لس کلنه نجلۍ تر «جنسي تيري» وروسته وژل شوې

نيمروز کې يوه لس کلنه نجلۍ تر «جنسي تيري» وروسته وژل شوې

ويب ډیسک 

نيمروز کې ځايي سرچينې وايي، چې د دې ولايت په مرکز زرنج ښار کې یو د پاخه عمر کس په یوې لس کلنې نجلۍ «جنسي تیری» کړی دی.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې پیښه تېره پنج شنبه (۱۴ د مرغومي) د زرنج ښار اړوند «جاخوجي»سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دغه کس لومړی پر یاده نجلۍ جنسي تیری کړی او وروسته یې وژلې ده.

دغه راز په خواله رسنيو کې په یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري، چې يو د پاخه عمر کس چې خپل نوم ذقورالله او ځان د هلمند ولايت اصلي اوسيدونکی يادوي وايي، چې يوه لس کلنه نجلۍ يې د يو کور له مخې څخه تښتولې او وروسته يې پرې جنسي تیری کړی دی.

دغه کس اقرار کوي، چې ياده نجلۍ يې هغه مهال ووژله کله یې چې تر جنسي تيري وروسته ژړا کوله.

هڅه مو وکړه چې نیمروز کې د طالبانو نظر هم د یادې پیښې په تړاو ولرو، خو د پرلپسې هڅو سره–سره بریالي نه شوو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه