دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند د خپلو مرستو په دوام له افغانستان سره د شپږ ټنه...

هند د خپلو مرستو په دوام له افغانستان سره د شپږ ټنه درملو مرسته وکړه.

ويب ډیسک

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د هندوستان مرسته شوي درمل نن جمعه جنورۍ اوومه (مرغومې ۱۷) کابل ته راورسېدل.

نوموړي زیاته کړې چې« اسلامي امارت» له افغانستان سره د هندوستان د بشردوستانه مرستو او همکارۍ څخه د زړه له تله مننه کوي.

هندوستان روانه میاشت هم له افغانستان سره د کرونا واکسین د ۵۰۰زره ډوزه مرسته وکړه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې هیواد به یې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه