دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهايران پر امريکا بيا غږ وکړ چې ناقانونه بنديزونه لغوه کړي

ايران پر امريکا بيا غږ وکړ چې ناقانونه بنديزونه لغوه کړي

ويب ډیسک

د ايران د ذروي مسئلې په هکله د خبرو اترو عالي استازي او د بهرنيو چارو مرستيال وزير خبري رسنيو ته وويل، چې ايران له امريکا څخه پر دغه هېواد د ناقانونه بنديزونو د لغوه کولو پر غوښتنې ټينګار کوي.

هغه ويلي، امريکا په ۲۰۱۸ م کال کې له ذروي تړون څخه وتلې او اوس بايد دغه هېواد لومړی ګام پورته کړي.

 

نوموړي زياته کړې، چې ايران په وينا کې د خبرو اترو په بهير کې په ليکلې بڼه د امريکا لخوا پر دغه هېواد د ناقانونه بنديزونو او په ذروي ساحه کې د ځينو مسئلو په هکله دوه وړانديزونه کړي دي .

هغه وويل، چې دغه دوه وړانديزونه د شواهدو پر اساس شوي او له منطق سره سمون لري او د خبرو اترو د بنسټ په توګه بايد وبللی شي. نوموړي هيله څرګنده کړې، چې د خبرو اترو نورې خواوې هم په ليکلي بڼه ورته ځواب ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه