دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد چين د بشري مرستو يوه جوپه بلخ ته ورسېده

د چين د بشري مرستو يوه جوپه بلخ ته ورسېده

ويب ډیسک

د چین رسنیو د ډسمبر په ۵مه نېټه خبر ورکړ، چې له افغانستان سره د چين د بشري مرستو يوه جوپه د افغانستان بلخ ولايت ته ورسېده.

 

د بلخ ولايت چارواکي عبدالمتين سعيد د ډسمبر په ۴مه نېټه خبريالانو ته وويل، چې د چين مرستندويه توکي‌ د روانې میاشتې په ۲مه او ۳مه نېټه د بلخ حيرتان بندر ته رسېدلي او د افغانستان د ډېرو ولايتونو خلکو ته به وويشل شي. هغه په خپلو خبرو کې له چين څخه مننه وکړه.

 

نوموړي‌ وويل،‌ چې له افغانستان سره د چین مرستې په باروړونکي اورګاډي کې د ازبکستان ترمز ښار ته لېږدول شوي او له هغه ځای په موټرونو کې افغانستان ته انتقالېږي.

د چین د يادې مرستې ۵۰۰ ټنه توکي بلخ ته رسېدلي او ۵۰۰ ټنه نور توکي‌ به په دې وروستيو ورځو کې افغانستان ته انتقال شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه