دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههندي ځواکونو په تېروتنې پر ملکي وګړو بريد کړی او ۱۳ کسانو...

هندي ځواکونو په تېروتنې پر ملکي وګړو بريد کړی او ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ويب ډیسک

هندي‌ رسنيو خبر ورکړی، چې د هند په شمال ختيځ ناګالند ایالت کې د سکرو کان څو کارکوونکي د ډسمبر د ۴مې نېټې په شپه کور ته پر لار وو، چې په تېروتنې د هندي ځواکونو تر بريد لاندې راغلل او ۱۲ کسان ووژل شول.

 

رسنیو د هندي ځواکونو د چارواکو په قول ويلي، چې دوی استخباراتي مالومات درلودل او مخالفو وسله والو غوښتل پر هندي ځواکونو بريد وکړي او هندي ځواکونه له يوې اونۍ راهيسې د چمتوالي په حال کې وو، خو په پای کې يې په تېروتنې د سکرو کارکوونکي تر بريد لاندې راوستل.

 

له يادې پېښې وروسته د ځايي وګړو او هندي‌ ځواکونو ترمنځ اخ و ډب او نښته وشوه، چې له امله یې یو عسکر مړ او دوه پوځي موټرونه وسوځول شول او یو شمېر عامو وګړو ته هم پکې مرګژوبله اوښتې ده.

 

د ناګالند ایالت د کورنيو چارو ادارې د روانې مياشتې په ۵مه نېټه رسنیو ته پېښه تائيد کړه او ويلي يې دي، چې په دغې پېښې کې ۱۴ عام وګړي وژل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه