ويب ډیسک
پاکستان کې د یوې پوځي چورلکه د غورځېدو پېښه کې دوه تنو پوځي پیلوټانو ژوند له لاسه ورکړې.
د یوې اعلامیې له مخې د پاکستان د پوځ د هوایي چلند یوه چورلکه د ګلګت بلتستان په (جي بي) غنچه ولسوالۍ کې په سیاچن کې ولوېده.
د پاکستان پوځ یې تایید کې ویلي چې پېښه کې دوه تنه وژل شوي پیلوټان کې میجر عرفان برچا او میجر راجا ذیشان جهانزیب وو.
د پاکستان پوځ ترجمان یې زیاتوي چې د غورځېدو په تعقیب د پلټنې او ژغورنې چورلکې او پوځیان د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
د پاکستان پوځ تر اوسه د دې پیښې په تړاو کومه وجه نه ده ورکړې.
ده دې پېښې په تړاو د پاکستان پوځیانو بيانونه خپاره
کړ او په پېښه يې غمرازي وکړه او د وژل شويو پيلوټانو کورنيو ته يې تسليت وړاندې کړ.


