یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایا ایران رښتیا هم د اسراییلو پوځ ته دوکه ورکوي؟ ویډیو نوي...

ایا ایران رښتیا هم د اسراییلو پوځ ته دوکه ورکوي؟ ویډیو نوي بحث راپارولي.

ویب ډیسک

د منځني ختیځ په روانو کړکېچونو کې یوې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې نوي بحثونه راپورته کړي دي.

وروسته له دې چې ویډیو وایرله شوه، دا پوښتنه راپورته شوې چې ایا د اسراییلو پوځ رښتیا هم د ایران یو هیلیکوپټر په نښه کړی و، او که یې یوازې پر ځمکه جوړ شوی انځور یا فرضي هدف ویجاړ کړی؟

دا بحث هغه مهال پیل شو کله چې د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) د مارچ په ۴مه نېټه په خپل ټولنیز پلاتفورم ایکس کې یوه انفراریډ ویډیو خپره کړه.

په ویډیو کې د ایران دننه په دوو ځایونو کې چاودنې ښکاري او ادعا شوې چې په دې برید کې یو Mi-17 هیلیکوپټر او نورې پوځي تأسیسات ویجاړ شوي دي.

کله چې ویډیو خپره شوه، نو ګڼو کاروونکو دا ادعا وکړه چې په ویډیو کې ویجاړ شوی شی اصلي هیلیکوپټر نه دی، بلکې پر ځمکه د هغه انځور یا خاکه رسم شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو په وینا، له چاودنې وروسته هم د هیلیکوپټر د پرزو بڼه نږدې هماغسې ښکاري لکه له چاودنې مخکې، چې له دې امله شک پیدا شوی چې ښايي دا یوازې یو رسم شوی انځور وي.

دا بحث نور هم هغه وخت زیات شو کله چې د اسراییلو پوځ د یادې ویډیو په اړه پر راپورته شوو پوښتنو چوپتیا اختیار کړه او کوم وضاحتي بیان یې خپور نه کړ.

د ایران احتمالي تګلاره؟

په ځینو محلي رسنیو کې دا ادعا شوې چې ایران ښايي د دښمن د غولولو لپاره پر ځمکه د هیلیکوپټرو فرضي هدفونه رسم کړي وي، څو د دښمن قیمتي توغندي بې ځایه مصرف شي.

که دا خبره رښتیا وي، نو دا به معنا ولري چې د اسراییلو توغندي، چې بیه یې په اوسط ډول شاوخوا ۳۰ لکه ډالرو ته رسېږي، د یوې ډېرې ارزانه چال له لارې ضایع شوي دي.

له بلې خوا، ځینو کاروونکو د ویډیو د لوګي حرکت او حرارتي اغېزو ته په کتو ویلي چې ښايي رښتیا هم کوم پوځي هدف ویجاړ شوی وي.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې په ویډیو کې رښتیا یو اصلي هیلیکوپټر ویجاړ شوی که یوازې یو فرضي هدف و، خو په ټولنیزو رسنیو کې دې پېښې د معاصرې جګړې په ترڅ کې د فریب، رواني جګړې او معلوماتي جګړې په رول نوې بحثونه راپارولي دي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه