یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمالیزیا لومړی وزیر وايي :مالیزیا هڅې کوي چې پاکستان او افغانستان سره...

مالیزیا لومړی وزیر وايي :مالیزیا هڅې کوي چې پاکستان او افغانستان سره په تفاهم په برخه کې خپل عملي رول ولوبوي.

پښتو جرنل

د ا.ا.ا رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا له لومړي وزیر ښاغلي داتو محمد انور ابراهیم سره د ټیلیفون له لارې د سیمه ییز وضعیت، په ځانګړي ډول د پاکستان لخوا پر افغانستان د نظامي تیري په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

‏د ا.ا.ا  رئیس الوزراء د سیمې د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د هیوادونو د حریم نقض او ملکي وګړو وژل یې د غندنې وړ وبلل.

نوموړي وويل: چې د زور کارول او د ملکي وګړو په نښه کول ستونزي نه شي حل کولای

‏د ا.ا.ا اصولي موقف واضح دی چې د تفاهم او مذاکراتو له لارې د مشکلاتو په حل باور لري‌ خو د تیري په صورت کې له خپلې خاورې او اولس څخه دفاع خپل مشروع حق بولي.

د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې په وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل

چې د افغانستان او پاکستان تر مینځ وروستي وضعیت خواشیني کړی دی او هیله یې وښوده چې روان کړکیچ د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي.

 

نوموړي زیاته کړه چې مالیزیا هڅې کوي چې له دواړو لوریو سره په تفاهم په دې برخه کې خپل عملي رول ولوبوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه