لیکنه: مقتصد ستړی
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه، د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې، چې د تخلیې د بهیر له امله زرګونه افغانان او بهرنیان راټول وو، یوه خونړۍ چاودنه وشوه. دا برید، چې د داعش خراسان ډلې مسؤلیت یې واخیست، د ۱۷۰ څخه ډېرو افغانانو او ۱۳ امریکايي سرتېرو ژوند واخیست. د دې برید وحشتناک طبیعت او د قربانیانو لوړه شمېره، هغه مهال د امریکا د تخلیې پروسه له ستر فشار سره مخ کړه، ځکه چې د بایډن اداره د افغانستان د پرېښودو په وروستیو ورځو کې له سختو نیوکو سره مخ وه.
د دې برید مسؤلیت که څه هم داعش خراسان ډلې ومانه، خو د امریکا استخباراتي ادارې له وړاندې د افغانستان د وضعیت له حساسې امنیتي فضا خبرې وې. امریکايي چارواکو هم د برید د احتمال خبرداری ورکړی و، خو د کابل د سقوط ګډوډۍ، د طالبانو تازه واکمني، او د استخباراتي شبکو د فعالیت محدودیت، د دې مخنیوی ناشونی کړی و.
د برید له رامنځته کېدو وروسته، د امریکا حکومت ژمنه وکړه، چې د قربانیانو د وینې بدل به اخلي. څو ورځې وروسته، امریکايي ځواکونو د بېپیلوټه الوتکې برید ترسره کړ او ادعا یې کوله، چې د داعش یو مهم غړی یې په نښه کړی، خو وروسته معلومه شوه، چې دا برید پر یوه بېګناه افغان کورنۍ شوی و، چې لس غړي یې شهیدان کړل.
د امریکا نظر د دې برید په اړه هم له سیاسي مصلحتونو خالي نه و. که څه هم د دې برید د ترسره کېدو تور داعش ته متوجه شو، خو امریکا د پاکستان له استخباراتو سره، چې تل یې د خپلو ګټو لپاره د ترهګرو ډلو په اړه غلط معلومات وړاندې کړي، تعامل ته دوام ورکړ. د سي آی اې پخوانۍ افسرې سارا اډمز روښانه کړه، چې د دې برید تر شا د حقاني شبکې او القاعدې لاس و، خو پاکستان هڅه وکړه، چې د جعلي معلوماتو په وړاندې کولو سره، د برید اصلي عاملین له صحنې وباسي.
واشنګټن، سره له دې چې د حقیقت له ټولو ابعادو خبر و، بیا هم د پاکستان له استخباراتو سره یو ډول تعامل ته دوام ورکړ. دا ځکه چې د امریکا ستراتیژي یوازې د حقیقت پر بنسټ نه، بلکې د جیوپولیټیکي ګټو پر اساس طرحه کېږي. امریکا نه غوښتل، چې د دې برید حقیقت په عامه توګه داسې روښانه کړي، چې د پاکستان رول پکې افشا شي، ځکه چې اسلاماباد د امریکا د سیمهییزو ستراتیژیکو موخو لپاره لا هم ارزښت لري.
امریکا تل د خپلو نړیوالو سیاسي او ستراتیژیکو موخو د تحقق لپاره له مختلفو هېوادونو سره پټې او ښکاره معاملې کړې دي. د کابل د هوايي ډګر د خونړي برید قضیه هم د دې ستراتیژۍ یوه بله بېلګه ده، چې امریکا پکې د پاکستان له خوا وړاندې شوی تور کس، محمد شریف الله، د برید د طراح په توګه ومانه، سره له دې چې د استخباراتي شواهدو پر اساس په دغه برېد کې د حقاني شبکې او القاعدې لاس درلود.
پاکستان، چې د نړیوالو ترهګریزو ډلو د ملاتړ اوږد تاریخ لري، تل هڅه کړې چې د جعلي سناریوګانو، ناسم مالوماتو او پټو معاملو له لارې نړیوالو ته ځان د یوه مهم متحد په توګه وروپېژني. واشنګټن بیا له دې ستراتیژۍ څخه د خپلو سیمهییزو اهدافو لپاره استفاده کوي، چې نه یوازې د افغانستان پر چارو کنټرول ولري، بلکې د چین او روسیې د احتمالي نفوذ مخنیوی هم وکړي. د همدې موخو لپاره، امریکا د کابل د هوايي ډګر د برید په قضیه کې د حقیقت پر ځای د پاکستان تور بازار ته غاړه کېښوده، چې دا په حقیقت کې د ستراتیژیکي توافق څرګندونه کوي، نه د استخباراتي ناپوهۍ.
بناً دا یو استخباراتي تاکتیک او قصدي معامله وه، چې امریکا پرې د خپلو سیاسي او ستراتیژیکو اهدافو د تحقق هڅه وکړه. امریکا ته دا هم معلومه وه، چې د دې برید تر شا د پاکستان پخواني ملګري ولاړ دي، خو بیا یې هم دا معامله ومنله. دا یوازې یو دلیل لري او هغه دا چې پاکستان په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو لپاره لا هم ارزښت لري.
واشنګټن تل هڅه کړې، چې پاکستان ته د یوه مهم سیمهییز لوبغاړي حیثیت ورکړي. دا لوبه یوازې له افغانستان سره نه، بلکې د ټولې سیمې د جیوپولیټیکي معادلې د کنټرول لپاره روانه ده. امریکا د پاکستان له لارې د افغانستان پر چارو نفوذ ساتي، د چین د سیمهییز نفوذ مخه نیسي او د روسیې د احتمالي نقش کمزوري کولو ته زمینه برابروي. له همدې امله، کله چې پاکستان محمد شریف الله د امریکا پر وړاندې د برید د اصلي طراح په توګه وښود، نو امریکا پرته له دې چې د حقاني شبکې او القاعدې پر اصلي رول ټینګار وکړي، دا معامله ومنله.
دا نه لومړی ځل و او نه به وروستی وي. پاکستان د ۹/۱۱ له بریدونو وروسته ځان د ترهګرۍ ضد جګړې مهم متحد معرفي کړ، خو په حقیقت کې یې د القاعدې رهبر اسامه بن لادن ته د خپلې خاورې پر سرحدي ښار ایبټ اباد کې پناه ورکړې وه. د دې تر څنګ، د افغانستان په جګړه کې یې طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو ته استخباراتي او مالي ملاتړ ورکړ، خو نړۍ ته یې ځان د سولې د ملاتړي په توګه ښود. دغه هېواد تل هڅه کړې، چې د نړیوالو استخباراتي جګړو د ګټلو لپاره ناسم مالومات، جعلي تورونه او پټې معاملې وکاروي.
په داسې حال کې چې امریکا د نړۍ تر ټولو قوي استخباراتي شبکه لري، دا ناشونې ده، چې د پاکستان دا دوکه به ورڅخه پټه پاتې شوې وي. که امریکا په شعوري ډول دا معامله نه وای منلې، نو باید د برید اصلي عاملین یې تعقیب کړي وای. خو د دې پر ځای، امریکا یوازې د پاکستان د تور بازار یوه بله معامله ومنله، ترڅو خپلو اوږدمهاله ستراتیژیکو موخو ته دوام ورکړي.
امریکا ته نه یوازې د کابل د هوايي ډګر د برید حقیقت معلوم و، بلکې د پاکستان د استخباراتي لوبو تاریخ هم ورڅخه پټ نه دی. خو بیا یې هم د حقیقت پر ځای دروغ ومنل. دا ځکه چې حقیقت د امریکا د سیاست لپاره ارزښت نه لري، بلکې یوازې هغه څه مهم دي، چې د دې هېواد ستراتیژیک اهداف تضمین کړي.


