ويب ډيسک
د پاکستان امنیتي سرچینې وایي د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ د پاکستان په کوزه کورمه علیزۍ اؤ د افغانستان د خوست ولایت په ځاځي میدان سیمو کې سخته نښته شوې ده.
سرچینو د معلوماتو لمخې: چې دا نښتې تېره شپه د افغانستان دځواکونو له خوا په لانجمنه سیمه کې د نوې پوستې جوړولو په سر شوې دي.
د پاکستان امنیتي سرچینی وایی د نښتې په مهال پاکستاني ځواکونو د افغان ځواکونو یوه پوسته په نښه کړې ده.
پاکستانی چارواکو ادعا کړې چې دافغانستان ځواکونو ته يې زیات زیان رسولی دی او یوه افغان پوسته او یو ټانک یی له منځه وړی دی.
افغانستان کې واکمن حکومت د دی ادعاو په اړه څه نه دي ویلي اؤ نه هم لا پاکستان په رسمی ډول ددې جګړې په اړه څه ویلي دي.


