ويب ډيسک
د افغانستان په پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي، چې ۱۶ بڼې زمرد د دې ولایت د چارواکو، کانکېندونکیو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ (بولۍ) له لارې د ۳۳۵ زره ۵۰۰ امریکايي ډالرو پر ارزښت وپلورل شول.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ تر دې دمه د زمرد ۵۸۶ مسلکي اجازه نامې او د یاقوتو 3 مسلکي اجازه نامې د قانوني استخراج لپاره ویشل شوي، چې په کې د پنجشېر ولایت شاوخوا پېنځلس زره هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ویل کیږي، چې د کان کیندنې د جوازونو له ویش څخه تر دې دمه په ۲۵ داوطلبیو کې د ۵۰۵۲۴۲۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت ۷۸۴۹۱ اعشاریه ۵ قیراطه زمرد پلورل شوي، چې په کې ۱۰ سلنه برخه د اسلامي امارت او پاتې 90 سلنه یې د کان کیندونکیو ده.


