ويب ډيسک
د اسپانیا دولت اعلان کړی چې طالب چارواکي باید د بشري حقونو د سرغړونو په تور د جرمونو په نړیواله محکمه (هاګ) کې محاکمه شي.
اسپانوي ډیپلوماټ سهشنبه د وږي پر ۱۳ مه، راپور ورکړی چې د «MásDemocracia» په نوم ادارې د طالب مشرانو د محاکمې لپاره د امضا راټولول پېل کړي دي.
دې ادارې د هاګ له محکمې غوښتي چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو «ځپل» د «بشریت ضد جرم» په توګه اعلان کړي.
طالبان په تېرو درېو کلونو کې د نړیوالو ادارو او ځینو هېوادونو له خوا د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو د سرغړونې له کبله تورن شوي دي.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېر کال د بشري حقونو د څار بنسټ هم په یو راپور کې ویلي و چې د طالبانو له خوا د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی باید د هاګ په محکمه کې د بشریت ضد جرم د بېلګې په توګه وڅېړل شي.
دغه بنسټ هغه مهال ویلي و چې طالب چارواکي باید هر ډول تاوتریخوالی او تبعیض چې ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کوي، پای ته ورسوي.
د ۲۰۲۲ په اکټوبر میاشت کې د جرمونو نړیوالې محکمې خپل څارنوال ته اجازه ورکړه چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وڅېړي.


