ويب ډيسک
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې لږ تر لږه ۷۰ داسسې فرمانونه صادر کړي دي چې د ښځو حقونه نقضوي.
دغه سازمان پنجشنبه د وږي پر ۱۵مه په یوه راپور کې لیکلي چې دغه فرمانونه د ښځو د ژوند نږدې هر اړخ په نښه کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې الېسن ډېویډین ویلي دي چې افغان ښځې غواړي د نارینه وو ترڅنګ کار وکړي.
ډېویډین زیاته کړې: «ښځې د تصمیم نیولو حق غواړي، نه یوازې په خپل کور کې بلکې په دولت او نورو ځایونو کې هم، هغوی تحصیل او خپل حقونه غواړي.»
د ملګرو ملتونو دغې چارواکې په ډاګه کړې چې د طالبانو لخوا له محدودیتونو سره سره، دغه سازمان له یو شمېر ښځو سره په همکارۍ له دوو راډیويي او ټلویزیوني شبکو په استفادې سره د ښځو او نجونو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره فعالیت کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې زیاته کړې: «دا کار د افغان ښځو د انعطاف منلو او د مطابقت او نوښت یوه بېلګه ده.»
په راپور کې د ۲۶ کلنې لینا په حواله چې یوه ښځینه خبریاله ده، ویل شوي چې هغې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د ژورنالېزم له کاره لاس اخستی دی.
دغه سازمان دغه راز د ښځو پر وړاندې د طالبانو صادر شویو فرمانونو ته په اشارې سره ویلي چې دې ډلې نږدې ۱.۱ میلیون نجونې چې د ښوونځي په عمر کې دي، له زده کړو محرومې کړې دي.
د راپور له مخې، که څه هم ځینې ښځې لا هم کار کوي، خو د دوی دندې یوازې په هغو برخو پورې محدودې دي چې طالبان د لخوا تایید شوې دي.
لینا ټینګار کړی: «دا بندیزونه د ښځو پر ځان باور او عزت النفس کموي او هغوی یې د خپل کور په یوه ګوټ کې کېنوي. زه پوهیږم چې هغوی په څه ډول حالت کې دي. له همدې امله زما لپاره ډېره مهمه ده چې د هغوی غږ پورته کړم.»
طالبان ادعا کوي چې د دوی ډلې د «اسلامي شریعت» په رڼا کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې تر دې وړاندې نړیوالو سازمانونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د وضعیت د خرابېدو په تړاو اندېښنه ښودلې وه.
« د ښځو، سولې او امنیت لپاره» د جورج ټاون انسټېټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیز انسټېټیوټ وروستۍ موندنې هم ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو لپاره «تر ټولو بد» هېواد دی،


