ویب ډیسک
طبعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت مرستيال وايي د نورستان او کونړ ځنګلونو کې را منځته شوې اور لګېدنه په بشپړه توګه مهار شوې ده٠
مولوي شرف الدين مسلم نن يکشنبه يو غږيز پيغام کې ويلي چې ياده اورلېدنه د سيمي خلکو او ځايي طالب مسولينو لخوا مهار شوې او په خبره اوس هلته هيڅ ستونزه نشته٠
د نوموړي په وينا په راتلوونکي کې د ورته پېښو مخنيوي لپاره د دفاع او کورنيو چارو وزارتو يو پلاوى سيمي ته تللى دى٠
د تيرو شاوخوا دوو اونيو راپديخوا دنورستان ولايت شام دره او نورګرام ولسوالۍ او د کونړ ولايت په چپې درې شيګل او ناړۍ ولسوالۍ ځنګلونو کې اور لګېدنه رامنځته شوې وه٠


