ويب ډیسک
د بريښنا شرکت نن چهارشنبه ویلي چې د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا او وزیرانو شورا د پرېکړې په اساس د برښنا له پوروړو څخه د پورونو اخیستلو طرحه چمتو شوې ده.
په دغه طرحه کې راغلي: “هغه سیاسیون او د پخوانۍ ادارې چارواکي چې اوس مهال له هېواده بهر دي ژر تر ژره دې د برېښنا لګښت پورونو د تحویلولو برخه کې اقدام وکړي.”
د افغانستان برښنا شرکت تر دې مخکې هم ویلي که چیري پخواني سیاسیون، زورواکي او چارواکي خپل قرضونه ادا نکړي په وینا یې وروستی فرصت به له لاسه ورکړي.
برښنا شرکت مخکې ویلي و چې سیاسیون، پخواني چارواکي، زورواکي، صنعتکاران او سوداګر یې ۲۶ میلیارد افغانۍ پوروړي دي.


