یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشانګله: ځايي خلک په جوماتونو کې اعلانونه کوي او له خلکو مرسته...

شانګله: ځايي خلک په جوماتونو کې اعلانونه کوي او له خلکو مرسته غواړي چې اوور مړ کړي

ویب ډیسک

د خير پښتونخوا شانګلې ضلعې چارواکيو په سرکول سيمه کې د لګيدلي اور د وژلو په لړ کې له ځايي خلکو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د شانګلي بشام پوليسو مشر ډي اېس پي جهانزيب خان د جون پرڅلورمه مشال راډیو ته ويلي ول چې د جون درېيمه شپه مهال د چکیسر تحصیل په سرکول سیمه کې په غرونو کې اور لګېدلی، چې یوه مور او د هغې درې ماشومان پکې سوځېدلي او مړه شوي دي.

 

د ملاکنډ ډويژن کمیشنر شوکت علي يوسفزي د جون پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د اور د وژلو هڅې روانې دې او په جوماتونو کې يې اعلانونه کړي چې خلک دې په دې کار کې مرسته وکړي.

 

هغه زیاته کړه: “زموږ چې څومره حکومتي مشينري ده، هغه لګيا ده. که پټواريان دي، که تحصيلداران او که ځايي چارواکي. له نوو منتخبه شوو ضلعي کونسلرانو مو هم غوښتنه کړې چې تاسو هم راووځي. په ځايي جوماتونو کې هم اعلانونه وشول چې خلک دې له حکومت سره مرسته وکړي.”

 

ځايي خلک وايي چې دا اور لا هم په پوره توګه نه دی وژل شوی بلکې ځای په ځای سکروټې بلې دي او لوګي ترې پورته کېږي.

 

د خيبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د جون پر څلورمه په يو بيان کې ويلي چې پر شانګلې سربيره، په مومندو، کوز دير او هريپور کې د اور لګېدو د سببونو د معلومولو لپاره د تحقیقاتو او ژر تر ژره د اور وژنې امر یې کړی دی.

 

په دې ورستيو کې د خيبرپښتونخوا د بونير، سوات، شانګلې او وزیرستان د ځينو غریيزو سیمو په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي چې ځايي خلکو ته یې ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

 

په عین حال کې د بونیر د ایلم غره په خواوشا سیمو کې له تیرو څلورو ورځو راهيسې اور بلېږي. ځايي چارواکي وايي چې د اور وژلو لپاره یې له پوځ څخه مرستې غوښتې دي.

 

تېره مياشت (مې) د بلوچستان په شيراني ضلع کې د کسې غرونو په ځنګلونو کې د اور لګېدو له کبله د ځنغوزو او زيتون زرګونه ونې سوځېدلي او درې کسان وژل شوي ول.

 

هلته د افغانستان په کونړ او نورستان په ځنګلونو کې هم اورونه لګيدلي چې د ځايي خلکو په وينا د لغمان ځنګل ته په خپرېدو دی.

 

د نورستان د نورګرام یو اوسېدونکی صدیق الله د جون پر پنځمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې اور اوس د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ پر لوري د خپرېدو په حال کې دی.

 

هغه وویل: “دغه اور په دوو برخو کې مهار شوی، په یوه برخه کې اوس د لغمان د الیشنګ پر لوري د انکشاف په حال کې دی. که یې مخه ونه نیول شي، دا خلک به له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.”

 

په نورګرام کې د لګېدلي اور علت د یوې ځنګلي سیمې پر سر د دوو قومونو ترمنځ لانجه ښوول شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه