ويب ډیسک
د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپل ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې تیره ورځ يې د کابل په شهدای صالحین او قلاچه سیمو او د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې دری پټنځایونه له منځه وړي دې.
ذبيح الله مجاهد ويلي دي: «د دغو عملیاتو په نتیجه کې درې واړه پټنځايونه له منځه تللې، ۸ تنه داعشيان ووژل سول، ډېري سپکې وسلې، لاسي بمونه، ماینونه، چاودیدونکي واسکټونه او منفجره مواد ترلاسه شول.»
هغه زياته کړې ده چې د داعش همدي کسانو د کابل په ځینو سیمو کې د بریدونو پلان درلود او دا هغه خطرناکه شبکه وه چې په کابل ښار کې یی پر لانګان هوټل (چې چینايي اتباع پکې اوسیدل)، هوايي میدان او د پاکستان پر سفارت او ځینو نورو اهدافو بريدونه تنظيم او سرته رسولي ول.
د طالبانو دغه ویاند زیاتوي چې د دوي ځواکونو د دي عملیاتو په پایله کې د داعش ۷ غړي ژوندی نیولې دي. زياته شوې ده چې په وژل سوو کسانو کې بهرنې اتباع هم شامل دي.
داعش تر اوسه د طالبانو دغي ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی. خو تر دې دمخه یې د یو شمیر بریدونو مسوولیت منلی وو.


