دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خدماتو ښه وړاندې کولو برخه کې د ښځينه همکارانو رول اړين...

د خدماتو ښه وړاندې کولو برخه کې د ښځينه همکارانو رول اړين دی

ويب ډیسک

د افغانستان په کورنيو او نړيوالو غير دولتي بنسټونو کې پر ښځو د کار له بنديز وروسته د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ دفتر (يوناما) ويلي، چې دغه بنسټ به د خپلو ټولو ښځينه افغان کارکوونکو بستونه وساتي او د هغوی معاشونه هم ورکوي.

يوناما د خدماتو ښه وړاندې کولو برخه کې د ښځينه همکارانو رول اړين بللی او ويلي يې دي، دوی به د خپلو ټولو ښځينه کارکوونکو بستونه وساتي او پر ځایونو به يې نارينه کارکوونکي ونه نيول شي.

يوناما دغه خبره داسې مهال کوي، چې طالبانو د يو فرمان په صادرولو سره د افغانستان ټولو ملي او نړيوالو غير دولتي بنسټونو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار بنديز اعلان کړی.

د افغان ښځو اړوند د طالبانو وروستي او نورو تصميمونو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه