کوټه کې د نشه‌يي توکو او غلاوو په تړاو ۹ کسان نیول شوي

0
61

کوټه کې پولیسو د نشه‌يي توکو د پلورونکو، موټرسايکل غلو او بېلابېلو قضیو کې د مطلوبو کسانو پر وړاندې د عملیاتو پر مهال ۹ کسان نیولي دي.

د پولیسو په وینا، د عملیاتو پر مهال له نیول شویو کسانو څخه چرس، موټرسايکلونه، تومانچې او مرمۍ ترلاسه شوې دي.

پولیس وايي، د سټلایټ ټاون سیمې له دوو کسانو څخه ۵۱۵ او ۵۱۰ ګرامه چرس، د قلعه عبدالله سیمې له یوه کس څخه تومانچه او مرمۍ، او د ښار له دوو کسانو څخه هم تومانچې او مرمۍ ترلاسه شوې دي.

همداراز له یوه کس څخه ۴۱۰ ګرامه او د بجلي روډ سیمې له یوه نیول شوي کس څخه ۵۰۵ ګرامه چرس ترلاسه شوي دي.

د پولیسو په وینا، د کوڅلک سیمې له یوه کس څخه غلا شوی موټرسايکل، تومانچه او مرمۍ او د عبدالخالق شهید پولیسې حوزې له یوه کس څخه دوه موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي.

پولیس وايي، نیول شوي کسان په بېلابېلو قضیو کې د کوټې د څو پولیسو حوزو له لوري هم مطلوب وو.

د نیول شویو کسانو پر وړاندې جلا قضیې ثبت شوې او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.