سهیل افریدي: د تحریک انصاف د پلویانو اوږده لاریون نن له لکي مروت څخه پیلېږي

0
50

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل افریدي وايي، د تحریک انصاف د پلویانو اوږده لاریون به نن، د اکتوبر پر ۴مه، د لکي مروت له ګنډي څلورلارې څخه پیل شي.

د هغه په وینا، د لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعیل خان، جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان او بنو اړوند کسان به له لاریون سره یوځای شي او د شپې لپاره به د کرک ښار ته څېرمه تم شي.

نوموړي ویلي، د اکتوبر پر ۵مه به د کرک اوسېدونکي له لاریون سره یوځای شي او له هغه ځایه به کاروان د کوهاټ پر لور روان شي.

د اکتوبر پر ۶مه به د کوهاټ، هنګو، کورم او اورکزو اوسېدونکي له لاریون سره یوځای شي او له کوهاټه به د پېښور پر لور حرکت وشي.

د سهیل افریدي په وینا، د اکتوبر پر ۷مه به لاریون د پېښور له بډبیر سیمې څخه روان شي. د خیبر ضلع اوسېدونکي به هم له کاروان سره یوځای شي، په داسې حال کې چې د پېښور نور ګډونوال به د کوهاټ سړک له پله او د لویې لارې د ټال له تمځي څخه ورسره یوځای شي. ټاکل شوې چې شپه د چارسدې له تړونځای سره نږدې تېره شي.

د اکتوبر پر ۸مه به کاروان د چارسدې له تړونځای څخه روان شي او د چارسدې او مومندو اوسېدونکي به هم ورسره یوځای شي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وايي، د صوبې له بېلابېلو سیمو څخه ګډونوال به د اکتوبر پر ۸مه په خیراباد کې راټولېږي او هلته به د لاریون د راتلونکو پړاوونو په اړه تګلاره اعلان شي.