سهیل آفریدي مذاکراتي کمېټې ته د غوښتنو اووه ماده‌ییزه مسوده ولېږله

0
66

د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل آفریدي د مذاکراتي کمېټې لپاره د خپلو غوښتنو مسوده وړاندې کړې ده.

سهیل آفریدي ویلي چې دا هغه غوښتنې دي چې د ده په وینا د خپلې سیمې او ولس په استازیتوب یې وړاندې کوي او باید ټول ولس پرې خبر وي.

په مسوده کې د پاکستان د سیاسي ثبات، د اساسي قانون او قانون د واکمنۍ، د ولسواک بهیر د دوام، ملي یووالي او د امنیت د ټینګښت لپاره د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو له لارې د ستونزو د هواري غوښتنه شوې ده.

د مسودې له مخې، د پاکستان لومړی وزیر او په دواړو پارلماني جرګو کې د اپوزیسیون مشران باید منظمه ناسته وکړي او د هېواد پر مهمو سیاسي، ملي، اساسي قانوني، قانوني او ولسواکو موضوعاتو خبرې وکړي. په دې برخه کې د دوو میاشتو دننه د عملي پرمختګ غوښتنه شوې ده.

په غوښتنو کې د حکومت، پاکستان پیپلز ګوند او اپوزیسیون د استازو په ګډون د یوې ګډې سیاسي مذاکراتي کمېټې د جوړولو غوښتنه هم شوې ده. د مسودې له مخې، دغه کمېټه به د ملي او سیاسي موضوعاتو، اختلافونو او نورو مهمو چارو په اړه خبرې کوي او د ګډې هوکړې له لارې به د حل لارې لټوي.

همداراز په مسوده کې د ولسواکۍ، سیاست، عدالت او رسنیو د آزادۍ غوښتنه شوې ده.

د عمران خان او بشریٰ بي بي په اړه په غوښتنو کې ویل شوي چې هغوی ته دې د زندان د اصولنامې، اساسي قانون او نافذو قوانینو له مخې ټول قانوني، بشري او روغتیايي حقونه ورکړل شي. همداراز د قانون له مخې د هغوی د شخصي یا ټاکل شوو ډاکټرانو د طبي مشورو د په پام کې نیولو غوښتنه شوې ده.

په مسوده کې د عمران خان او بشریٰ بي بي لپاره له خپلو کورنیو، ټاکل شوو وکیلانو او قانوناً مجاز کسانو سره د لیدنو د حق غوښتنه هم شوې ده.

د سزاګانو او نورو قانوني غوښتنلیکونو په اړه ویل شوي چې د عمران خان، بشریٰ بي بي، ښځینه، زړو او ناروغو بندیانو اړوندې قانوني غوښتنې دې د اساسي قانون او قانون له مخې په چټک ډول وڅېړل شي. په مسوده کې د یاسمین راشد او بشریٰ بي بي په ګډون د هغو ښځو د ژر خوشې کېدو غوښتنه هم شوې چې د سیاسي قضیو له امله په بند کې دي.

د خیبر پښتونخوا د امنیت په اړه په غوښتنو کې ویل شوي چې د ترهګرۍ د پای ته رسولو، د خلکو د سر او مال د خونديتوب او د دایمي سولې لپاره دې د وفاقي او صوبايي حکومتونو ترمنځ منظمې او معنا لرونکې خبرې وشي.

په مسوده کې غوښتنه شوې چې د امنیت اړوند اوسنۍ تګلارې وکتل شي او د اړتیا له مخې پکې بدلونونه راوستل شي. همداراز د وفاقي او خیبر پښتونخوا حکومتونو د مجازو استازو ترمنځ د ۷۲ ساعتونو دننه د غونډې او د امنیت لپاره د یوې روښانه او عملي تګلارې د جوړولو غوښتنه شوې ده.

د مسودې له مخې، که وفاقي حکومت د یادو غوښتنو او هوکړه شوو اقداماتو د عملي کولو په اړه لیکلې ډاډګېرنه ورکړي، نو پاکستان تحریک انصاف به روان لانګ مارچ لغوه کړي.

خو که حکومت پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، د خبرو بهیر ودرول شي یا د اساسي قانون او قانون غوښتنې مراعات نه شي، نو په مسوده کې ویل شوي چې پاکستان تحریک انصاف به د اساسي قانون او قانون له مخې د سوله‌ییز، ولسواک او قانوني احتجاج حق خوندي وساتی.

سهیل آفریدي ویلي چې د ده له لوري وړاندې شوې غوښتنې د دوی غوښتنې دي او د خبرو په بهیر کې به پرې بحث کېږي.